دوی دا د ابدالي او غزنوي ټاټوبۍ د ګریټر پنجاب غلامه برخه ګڼي، غلطي محاسبې کوي، تر اوسه خو د مقبوضه پښتونخوا غیورو پښتنو غلامي نه ده منلې، او د پنحاب په ستوني کې اغزي دی، افغانستان غوندي د زقومو خوراک خو یې هغه بادار هم نشي هضمولای
ټوله نړۍ پوهیږي چې پاکستان له افغانستان سره هیڅ وخت او په هیڅ موضوع د ستونزي حل نه غواړي، که یې غوښتلای دومره ظلم به یې نه کولای، نه به یې داسي نامعقولي او غیر منطقي تقاضاوي او امیدونه پاللای، او نه به د خبرو مېز ته سپک او نشه راتللای.
دوی اصلاً افغانستان د یوه هیواد په توګه نه مني، سیال یې نه ګڼي، ځکه دوی د مستقل او پایدار افغانستان په رامینځته کېدو کې ځان مصؤن نه ګڼي، دوی له افغانستان سره له خپلو کړو اعمالو او ظلمونو ډاریږي.
دوی دا د ابدالي او غزنوي ټاټوبۍ د ګریټر پنجاب غلامه برخه ګڼي، غلطي محاسبې کوي، تر اوسه خو د مقبوضه پښتونخوا غیورو پښتنو غلامي نه ده منلې، او د پنحاب په ستوني کې اغزي دی، افغانستان غوندي د زقومو خوراک خو یې هغه بادار هم نشي هضمولای.